خبرونهټولنه

د افغان حاجیانو لومړی  کاروان له مدینې منورې څخه مکې ته ورسېد

کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر

د حج او اوقافو وزارت مسوولین وايي، چې د افغان حاجیان لومړی کاروان له ۸ شپو ورځو وروسته له مدینې منورې څخه مکې مکرمې ته ورسېدل.

د اسلامي امارت د حج او اوقافو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، د حاجیانو لومړی کاروان چې شمېر یې ۳۱۲ تنو ته رسېږي نن د ۸ شپو او ورځو وروسته او په نبوي جومات کې د عباداتو له بشپړولو وروسته مکې مکرمې ته ورسېدل او د مکې مکرمې زیارت ته څېرمه په عمارو کې ځای په ځای شول.

د یو بل خبر له مخې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري رئیس او مکه مکرمه کې د بعثه مسوول مولوي عبدالولي حقاني او ملګری هیئت یې اړونده عمارې وکتلې، او مربوطو څانګو ته یې لازمې لارښونې وکړې، چې دغه عمارې دې له هره پلوه سمبال شي.

ویل کېږي سږکال د ارشاد حج او اوقافو وزارت د هېواد حاجیانو ته د آسانتیاوو برابرولو لپاره ځانګړې پاملرنه کړې او په مدینه منوره او مکه مکرمه کې حرمینو ته څېرمه د مناسبو عمارو د کرایې نیولو، د ترانسپورټ او د خوړو برابرولو په برخه کې یې یو هیئت سعودي عربستان ته استولی دی.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته