ورزش

د الحسين سيستان اتلان د کرکټ ټيم، د نيمروز د کرکټ د سياليو اتل شو

کابل /د لړم ٨مه /باختر
د زرنج د کرکټ سيالى د الحسين سيستان اتلان کرکټ د ټيم په اتلوالى سره پاى ته ورسېدې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د کرکت دغه سيالۍ چې د کرکټ دغوره څېرو د پېژندنې په خاطر له دوو اوونيو راپديخوا د زرنج ښار په لوبغالي کې پيل شوې وې د الحسين سيستان اتلان د کرکټ ټيم په اتلوالى سره پاى ته ورسېدې.
د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست مفتي حبيب الله العام ګټوونکو ټيمونوته د مبارکى ترڅنګ وويل: اسلامي امارت د ورزش او ورزشکارانو هراړخيز ملاتړ کوي اوهيڅوک د ورزشکارانو د مخنيوي حق نه لري .
د نيمروز د کرکټ مسوول عبدالمالک کاکړ وويل چې دغه سيالي د پنځو ټيمونوترمنځ پيل شوې وې چې په پايله کې د الحسين سيستان اتلان د کرکټ ټيم اتلوالى وګټله.
د پروګرام په پاى کې د نيمروز د کرکټ مسوولينو ګټوونکو لوبغاړو ته کپونه اوجايزې ورکړې.
-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته