سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سرپرست په کابل کې دترکمنستان له سفير سره وکتل

کابل باختر د لړم دمياشتې  ديرشمه :
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست  ضرار احمد عثماني په دې  وروستيو وختو کې  په کابل کې دترکمنستان جمهوريت له سفير توغالاقوف همراه محمدوويچ سره وکتل. 
دبهرنيو چارو وزارت دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ  :
دبهرنيوچارو وزارت سرپرست وويل :  موږ په افغانستان کې کولاىي شو له ترکمنستان  سره په خپل ګاونډ يتوب   ووياړو. موږ دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ داړيکو دتاريخ په اوږدو کې ډير ښه پيوند لرو اوله شک پرته به هغو ته دوام ورکړو .
دواړولورو دغه راز داستانبول دبهير په چوکات کې دسيمه ييزو هکاريو په ارزښت باندې ټينګار وکړ .
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست داستانبول دبهير په تيره بيا دترکمنستان له خوا دسيمه ييز بنسټ  دجوړولو دباور دفضا د برابرولو دتدبير رهبري په  وړاندې دترکمنستان  جمهوريت دمثبت رول اوملاتړ له امله قدرداني وکړه .
دواړو لورو دغه راز دترکمنستان _ افغانستان _ تاجکستان داوسپنې  پټلۍ دپروژې دکار دپرمختګ او دترکمنستان _ افغانستان _ پاکستان _ هند دګازو
دنل ليکې دغځولو دپروژې دتطبيق دارزښت په باب هم خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته