خبرونهاقتصاد

د الغرافة قطري شرکت غواړي په افغانستان کې خپلې نیمه کاره پروژې بشپړې کړي

کابل، غبرګولي۱۸مه، باختر

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې مولوي حمدالله نعماني وویل، چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کورنیو او بهرنیو پانګه والو د جلب او جذب لپاره غوره زمینه برابره کړې، چې کولی شي د وزارت اړوند ماسټر پلان مطابق د ښارګوټو، کورونو او نورو ټولګټو ځایونو په جوړولو کې پراخه ونډه واخلي.

سرپرست وزیر د الغرافة بنسټ له چارواکو غوښتنه وکړه چې په کابل کې دې د قطري په نوم پروژې نیمه پاتې چارې بشپړې کړي، چې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په لیدنه کې د الغرافة بنسټ مسؤل شاهد جواد خوښي وښوده چې د اسلامي امارت پانګونې ته زمینه برابره کړې او غواړي چې نیمه کاره پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

دوی په قطري پروژه کې د ورپېښو ستونزو د حل غوښتنه وکړه چې په وینا یې د شته ستونزو له حل سره سم به پاتې چارې پیلوي او ګټې اخیستنې ته به یې سپاري.

د الغرافة بنسټ مسؤلینو یادونه وکړه چې په کابل کې د قطري پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د ښار جوړولو او ځمکو وزارت څخه نور پروپوزلونه هم ترلاسه کړي او د خیریه کارونو ترڅنګ به بنسټیز سوداګریز کارونه هم وکړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت چمتو دی، چې په افغانستان کې د پانګونې په موخه بېلا بېلو بهرنیو پانګوالو ته پروپوزلونه ورکړي او زمینه ورته برابره کړي چې پانګونه وکړي، په دغه برخه کې به ورته لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

وزارت ژمن دی چې په تېر حکومت کې پيل شوې او نیمه کاره پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته