خبرونهامنیت

د الفتح قول اردو قومندان بلخاب ولسوالۍ ته سفر وکړ

 کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر

د ۲۰۹ الفتح  قول اردو قومندان او مل پلاوي پرون د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د ٢٠٩ الفتح  قول اردو قوماندان حاجي ملا امير خان حقاني د ارکان له رئیس مولوي عبدالوکيل منيب او د قول اردو له يو شمېر مسوولينو سره د يو رسمي سفر په ترڅ کې د سرپل ولايت بلخاب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ بلخاب ولسوالۍ يوه له مهمو، ستراتيژيکو او غرنیو ولسواليو څخه شمېرل کېږي چې په دې وروستیو کې یو لړ نا امنۍ چې د ځینو استفاده کوونکو کړیو له لوري رامنځته شوې وې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یاده ولسوالۍ د وسله والو او مخالفینو له شتونه پاکه شوه.

د دغه سفر په ترڅ کې د ۲۰۹ اتل قول اردو قوماندان په یاده ولسوالۍ کې له مېشتو ځواکونو څخه لیدنه وکړه او هغوی ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته