ټولنه

د المار بند او د شاهي کانال پروژو د ستونزو د حل په موخه ناسته وشوه

کابل/ د سلواغې ۱۹مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت د رهبرۍ په ناسته کې د المار بند او د شاهي کانال پروژې د ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین انجنیر مجیب الرحمن عمر او د انرژۍ معین مولوی عارف الله عارف او د وزارت ريیسانو ګډون کړی و، پر بېلابېلو اداري او تخنیکي موضوعاتو بحث وشو.
دغه راز په ناسته کې د المار بند او د لغمان د شاهي کانال پروژې د ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې او د شته ستونزو د حل او د چارو د لا ښه والي په موخه لازم تصمیمونه ونیول شول.
په همدې حال کې د یاد وزارت د انرژۍ معین مولوی عارف الله عارف او د اوبو معین انجنیر مجیب الرحمن عمر د خپلو اړوندو رییسانو د راپورونو له څېړلو وروسته، د یادو موضوعاتو په اړه د ستونزو د حل او چارو د ګړندیتوب په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته