خبرونهفرهنګټولنه

د امربالمعروف وزارت: په ټول توان سره د ټولنې د اصلاح او نظام د پاېښت هڅې کوو

کابل، چنګاښ۱۶مه، باختر
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو د اورېدو وزارت چارواکي وايي تېره یوه میاشت کې ورته تر ۲۱۴ ډېرې عریضې راغلي، چې د طی مراحل کېدو وروسته ورته رسېده ګي شوې ده.
د یاد وزارت چارواکو نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د غبرګولې د میاشتې راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د امربالمعروف وزارت د شکایتونو د اورېدو مرستیال مولوي عبدالرحمن منیر په دې غونډه کې وویل چې دغه وزارت تشکیل درې برخې لري چې د ملکي امربالعروف، نظامي امربالمعروف او شکایتونو د اورېدو څخه عبارت دي.
منير زیاته کړه چې دمګړۍ يې له عامو هېوادولو سره چلند نرم او د توصيې پر کچه دی، خو په نظامي برخه کې په جدیت کار روان دی او هڅه کوي چې د حکومت نظامي کسان د امربالعروف له مقرراتو څخه سرغړونه ونکړي.
نوموړي همدارنګه وویل چې د یاد وزارت د شکایتونو د اورېدو معنیت په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې، ستونزو ته پر وخت رسیده ګي وشي.
په ورته وخت کې د امربالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي چې وزارت يې د نظام د پايښت او ټولنې د اطلاح په موخه هڅې او کار پیل کړی دی.
د نوموړي په وینا په تېره یوه میاشت کې د ټولنې له مختلفو جهتونو سره ناستې درلودې او د چارو د ښه پرمخ بېولو لپاره يې ورسره سلا مشورې کړې دي.
عاکف زیاته کړه هغه تفریحي ځایونه چې د نارینه وو او ښځینه وو لپاره بېل او مشخص ځایونه ولري، هېوادوال کولای شي هر وخت چې وغواړي ترې لیدنه وکړي او ورشي.
ویاند همدارنګه وویل که هر څوک له حکومتي کارکوونکو، پوځیانو او یا بل چا څخه شکایت ولري، کولای شي په اسانۍ سره يې د امربالعروف وزارت کې ثبت کړي، نوموړي ټولو شکایتونو ته پر وخت د رسېده ګۍ ډاډ هم ورکړ.
د امربالمروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو همدارنګه وویل چې د دې وزارت له لورې ټاکل شوي پلاوي وخت پر وخت له وزارتونو او نورو دولتي ادارو څخه د امربالمعروف د سپارښتونو او امرالمومنین د فرامینو د تطبیق د څرنګوالي په موخه لیدنه کوي.
د یادونې وړ ده، چې یاد وزارت د شکایتونو د ثبت په موخه د ټلیفون دغه شمېرې هم فعالې کړې دي او هېوادوال کولای شي، چې د اړتیا په وخت کې د همدې لارې خپل شکایتونه ثبت کړي: 0700770630 / 070643981 / 0799743008/ 0766619194 /
افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته