سیاستTOP

د امريکا متحدو ایالتونو کانګرس ته د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت لیک

د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس ښاغلیو غړيو!

کابل / د لړم ۲۶ مه / باختر

د افغانستان د نوي حکومت په استازیتوب خپلې ښې هیلې وړاندې کوم او غواړم د دوه اړخیزو مناسباتو په اړه څو خبرې ستاسې سره شریکې کړم.

سږ کال د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو سل کاله پوره کېږي. په لومړي ځل د امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۲۱م کال کې، د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان خپلواک دولت په رسمیت وپېژانده او په ۱۹۳۵م کال کې د دواړو دولتونو ترمنځ دیپلوماتیکي اړیکې پیل شوې.  د نړۍ د نورو دولتونو په څېر، زموږ او ستاسو په اړیکو کې هم لوړې ژورې راغلې دي.

له شک پرته، د ۲۰۰۱م کال د اکټوبر له اوومې وروسته شل کلنې جګړې د امریکا او افغان ملت پر اړیکو سیوری غوړولی و؛ خو له نېکه مرغه، د دغې اوږدې جګړې پای د یوې دوې اړخیزې موافقتنامې په پایله کې تضمین او حل ته ورسیدو. د دوحې په موافقتنامه کې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو وړاندوینه شوې ده. موږ فکر کوو چې د دوحې موافقتنامې  پوره تطبیق او ژمنتیا کولای شي د دواړو دولتونو او ملتونو ترمنځ د مثبتو اړیکو نوی فصل پرانیزي چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړه هم روانه وه؛ خو له ۲۰۱۱م کال راهیسې موږ په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو له درېو ادارو سره ګڼ پړاوونه خبرې وکړې.

لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، د افغانستان اسلامي امارت د پخوانۍ ادارې د مشر له غیرمسوولانه تېښتې وروسته د خلکو او په تېره بیا  د کابل ښاریانو د غوښتنې پر اساس او د قدرت له تشې او ګډوډۍ څخه د مخنیوي په خاطر کابل ته داخل شو، په دې ډول یې د یوه خپلواک دولت په حیث د افغانستان د چارو واګي په لاس کې واخیست او د هېواد د وګړو د هوساینې لپاره یې کار پیل کړ. د افغانستان اسلامي امارت د یوه خپلواک او مسوول دولت په توګه د امریکا د حکومت په ګډون د نړۍ له ټولو دولتونو سره مثبتو اړیکو ټینګولو ته لېواله دی.

افغانستان له څه باندې څلوېښت کلنې جګړې وروسته د یوه واحد، مسوول او له فساد څخه پاک حکومت څښتن شوی دی. د ښې حکومتولۍ، امنیت او شفافیت په اړه عملي قدمونه اخیستل شوي دي. د قدرت جزیرې له منځه تللي، د فساد، اختلاس، غصب او نورو حق تلفیو عوامل شنډ شوي. په هېواد کې سرتاسري امنیت خوندي دی، سیمې او نړۍ ته د افغانستان له خاورې هېڅ ډول تهدید نشته او د مثبتې همکارۍ زمینه برابره شوې ده. اوس د افغانستان د ودانۍ او انکشاف لپاره ټول فرصتونه مهیا شوي دي. په راتلونکې کې  دافغانستان په صنعت، کرنې او د کانونو په استخراج کې د امریکا متحده ایالتونه هم پانګونه کولای شي.

د حیرانتیا ځای دی چې د نوي حکومت له اعلان سره د امریکا متحده ایالتونو د حکومت له لوري زموږ د مرکزي بانک پر ذخیرو بندیز لګیدلی دی. دا زموږ د توقع او د دوحې موافقتنامې خلاف دی. د افغانستان خلک حق لري، چې له لسیزو جګړو وروسته د ځاني امنیت څښتن شوي دي، مالي امنیت یې هم خوندي وي. اوس زموږ د خلکو اساسي مسئله مالي خوندیتوب دی او د دې اندېښنې ريښه د امریکا د حکومت له خوا زموږ د خلکو پر شتمنیو بندیزونو ته ورګرځي.

په داسې حال کې چې، د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې د دوحې موافقتنامې له لاسلیک وروسته موږ نور یو د بل پرخلاف په جګړه کې هم ښکېل نه و او اوس هم د یوه او بل پوځي مخالفین نه یو، زموږ پر شتمنيو بندیزونه به څه منطق ولري. موږ فکر کوو چې دواړه لوري یو ښه فرصت لري چې په راتلونکي کې مثبتې اړیکې ولري او د ماضي له تېرو ترخو جریاناتو څخه درس واخلي. په داسې حال کې چې موږ د مثبتو اړیکو لپاره ښه فرصت لرو، بیا هم د بندیزونو او فشارونو له اپشن څخه استفاده زموږ د اړیکو په ښه کولو کې مرسته نه شي کولای.

موږ د نړیوالې ټولنې او امریکا په اندیښنو پوهېږو او د اعتماد سازۍ لپاره دواړو طرفونو ته په کار ده چي مثبت قدمونه واخلي.

موږ په دې باور یو چې د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده؛ نو ځکه باید ستاسي حکومت یاده پانګه خوشې کړي. موږ اندېښمن یو چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان حکومت او ولس به له ستونزو سره مخ شي، بلکې په سیمه او نړۍ کې به د پراخې کډوالۍ لامل شي او نړۍ ته به بشري او اقتصادي مسئلې رامنځته کړي. د پیسو له کنګل کیدو او اقتصادي بندیزونو سره د افغانستان د روغتیا، معارف او نورو ملکي خدماتو هغه سیستمونه زیانمن کیدای شي چې عام ولس ترې ګټه اخلي. د دغو زیربناوو په زیانمنیدو سره یوازې د افغانستان عام ولس ته زیان رسېږي او دا به له امریکا څخه د افغان ولس تر ټولو بده خاطره وي.

بله دا چې همدا اوس په افغانستان کې د ژمي سوړ موسم را روان دی، په داسې حال کې چې هېواد مو د کرونا څپې، وچکالۍ، جګړو او فقر ځپلی دی، د امریکا لخوا بندیزونو له تجارت او کاروبار نه علاوه د بشري مرستو حالت هم اغېزمن کړی دی. د ملګرو ملتونو او نورو بشري مرستندویه ټولنو اټکلونه ښيي چې که دا حالت دوام کوي، د افغانستان ولس به راتلونکی ژمی له ستونزو سره مخ شي. دا چې له لوږې څخه د یوه ماشوم کړیدل، د روغتیایي اسانتیاوو له نه شتون څخه د یوې مور وفات کیدل او له کار، خوراک، پوښاک، درملو او نورو اولیه اسانتیاوو څخه د یوه عام افغان محروم کیدل هیڅ سیاسي توجیه او منطق نه شي درلودلای او د امریکا د متحده ایالتونو د حکومت او ولس حیثیت ته هم زیان اړوي ځکه چې دا یوازې بشري موضوع ده. موږ هیله کوو چې د امریکا د متحده ایالاتو د کانګریس غړي به په دې اړه ژور فکر وکړي. د امریکایي چارواکو له بندیزونو او یو اړخیز او غیر منصفانه چلند څخه زموږ ولس ته پیښې ستونزې به په عادلانه نظر وڅېړي او له دې بشري موضوع سره به سرسري چلند نه کوي.

د خپلو څرګندونو په پای کې غواړم د امریکا د متحده ایالتونو له حکومت څخه وغواړم چې په افغانستان کې د دغه بشري او اقتصادي بحران په حل کې مسوولانه ګام پورته کړي چې زموږ د راتلونکو اړیکو دروازې خلاصې شي او د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې خلاصې او زموږ له حسابونو څخه بندیزونه لرې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دغه فرصت څخه په ګټه اخیستو سره د امریکا د متحده ایالتونو کانګریس درنو استازیو ته د خپلې لوړې پاملرنې ډاډ ورکوي.

په درنښت

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير

مولوي امیرخان متقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته