خبرونهنړۍ

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې مشر روسیې ته سفر وکړ

مسکو / د لړم ١٣مه / باختر

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي.آی.اې) مشر ویلیم برنز په یوه ناڅاپي سفر روسیې ته تللی دی چې د واشنګټن او مسکو پر اړیکو خبرې وکړي.

په مسکو کې د امریکا د سفارت یوه ویاند ویلي چې برنز د امریکا د جمهوررييس جوبایډن په غوښتنه د سه شنبې په ورځ مسکو ته ورسېد.

هغه زیاته کړه چې د امریکا متحدو ایالاتو پلاوی د روسیې د حکومت له غړیو سره د دوه اړخیزو اړیکو په ګډون په پراخو مسئلو خبرې کوي.

د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ وروستي تماسونه ښيي چې د متقابلې       بې باورۍ او د اختلافاتو له اوږده لست سره سره دواړه لوري غواړي خبرو ته دوام ورکړي.

د روسيې د امنيت شورا هم په لنډه بيانيه کې ويلي دي چې برنز د دې شورا له مشر او د دغه هېواد د استخباراتو له پخواني مشر نيکولاى پيتروف سره وکتل.

که څه هم کومې ډلې د دغو خبرو جزئیات نه دي ورکړي، خو ویل کېږي چې امنیتي مسایل په کې مهم دي.

د متحده ايالاتو پرخلاف د هدفونو پرخلاف، د روسيې د سايبري بريدونو، د سوریې له  جمهوررييس بشارالاسد څخه د مسکو ملاتړ، د کریملین سخت مخالف الیکسي ناوالني نیول او د اوکراین په پر وړاندې د روسیې د سياست په ګډون د يو لړ مسئلو پرسر له سړې جګړې وروسته د دواړو هېوادونو اړيکې خپلې ډېرې ټيټې کچې ته رسېدلي دي.

پای\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته