سیاستخبرونهټولنه

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت معين فراه ته په خپل سفر کې د ادارو کارکوونکي د اسلامي اصولو رعايتولو ته راوبلل

کابل، د چنګاښ٢٩مه، باختر
د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت معين مفتي عبدالرحمن منير د يو کاري سفر په موخه نن د فراه ولايت ته ورسيد.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د یاد وزارت معین په جوړه شوې غونډه کې وویل چې، دا الهي نصرت دى چې د نړۍ زبرځواک هېوادونو ته یې په شل کلنه جګړه کې ماتې ورکړه.
هغه د غونډې برخه والو ته د لمانځه د ادا کولو، د زکات د ورکولو او امر بالمعروف لارښوونه وکړه.
نوموړي زياته کړه چې د دولتي بنسټونو مسوولين دې لمونځ په جماعت سره ادا کړي، د اسلامي امارت ځواکونو په ليکو کې دې د کم عمره کسانو له استخدام څخه ډډه وکړي، په بيت المال کې خيانت ونه کړي، د اسلامي شريعت اصول رعايت کړي او له ژب پالنې او فحشا څخه په کلکه ډډه وکړي.
د غونډې په پاى کې د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو رييس تندرعثماني د فراه ولايت د فراه د مسوولينو په استازيتوب د فراه د ملکي بنسټونو پيشنهادونه او نيمګړتياوې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له معين سره شريکې کړې.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته