سیاست

د امن کاروان مشر د اسلامي حزب او اسلامي جمعيت له یوشمېر قومندانانو سره وکتل

– کابل / د وږي ۱۴مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د امن کاروان مشر او جهادي شخصیت خليل الرحمن حقاني او د دغه کاروان د رهبرۍ شورا غړیو د اسلامي حزب او اسلامي جمعيت له یوشمېر قومندانانو سره وکتل.
باختر آژانس ته د سولې په چارو کې د امارت وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د هېواد د سترې تاريخي بريا، د اشغال د پای ته رسېدو او د ملي يووالي او پ‍یوستون په اړه خبرې وشوې.
د دواړو ګوندونو قومندانانو د افغانستان اسلامي امارت مجاهدينو ته د اشغال د پای ته رسېدو مبارکي وویله او زياته يې کړه چې په نوي اسلامي حکومت کې په هره برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
د امن کاروان مشر له هغوی څخه د مننې ترڅنګ، وویل: افغانستان د ټولو ورونو قومونو ګډ کور دی او ټول به په ګډه د سولې, امنيت او د هېواد د پرمختګ لپاره کار کوو.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته