سیاستخبرونهTOP

د امیرالمؤمنین د فرمان په اساس د کوکنارو کرکیله په ټول هېواد کې منع شوه

کابل / د وري ۱۴مه / باختر
د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاده، د فرمان په اساس د کوکنارو کرکیله په ټول هېواد کې په مطلق ډول منع شوه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت په کورنیو چارو وزارت کې جوړه شوې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې یو شمېر غړیو، بهرنیو ډیپلوماتانو او مسوولینو ګډون کړی و.


د غونډې په پيل کې د کورنیو چارو وزارت اداري معین مولوي نور جلال جلالي په خپلو خبرو کې وویل: په افغانستان کې د مخدره توکو ترویج چې د اشغال تر سیوري لاندې په سیستماتیک ډول روان و، افغانانو ته نه جبرانېدونکې ستونزې رامنځته کړې دي چې له دې جملې څخه د ولس په منځ کې د ۳.۵ میلیونو معتادینو ستونزه ده او دا یوه انساني فاجعه ده.
هغه زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت ترواسه د هېواد په مرکز او لایتونو کې شاوخوا ۲۰ زره روږدي کسان راټول کړي او تر درمنلې لاندې دي.
وروسته، د کورنیو چارو وزارت له نشه یی توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق همکار، په تېرو ۷ میاشتو کې د دغه معینیت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه معینیت د یو ستر کامپلکس پر جوړولو کار کوي چې څه ناڅه د ۳۰ زرو روږدو کسانو وړتیا به ولري.


دغه راز د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاده، د یو فرمان په صادرولو سره، په افغانستان کې د هر ډول نشه یي توکو کښت، قاچاق او استعمال منع کړی دی.
هغه زیاته کړه چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د یوه غړي او د افغانستان حکومت د یوه مسوول حکومت په توګه د خپل ملت او نړیوالې ټولنې پر وړاندې مسوولیت لري چې په هېواد کې د هر ډول نشه یي توکو کښت، قاچاق او استعمال منع کړي.
مولوي حنفي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت په خپل تصمیم بشپړ قاطعیت لري او له اسلامي هېوادونو، نړیوالې ټولنې او ملي سوداګرو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان له اسلامي حکومت سره دې همکاري وکړي چې د بزګرانو لپاره یوه بدیله کرکیله رامنځته شي.
د غونډې په بهیر کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین ذبیح الله مجاهد، په ملي ژبو د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاده، فرمان ولوست.
په فرمان کې داسې لیکل شوي دي: ” ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د دغه فرمان د صدور له نېټې وروسته په افغانستان کې د کوکنارو کښت په مطلق ډول ممنوع دی. تر دې وروسته به هېڅوک پر خپلو ځمکو باندې کوکنار نه کري، که هر چا کوکنار وکرل، نو کښت به یې له منځه وړل کېږي او په خپله به له شرعي چلند سره مخ کېږي. همدارنګه په ټول هېواد کي د نشه يي موادو د ټولو ډولونو لکه؛ شراب، هیروئین، شیشه، ټابلیټ کا، چرس او نورو ټولو نشه کوونکو موادو استعمال، انتقال، خرڅلاو، تجارت، واردات او صادرات او د نشه یي توکو د تولید کارخانې ممنوع دي. که هر چا د دغه فرمان له حکمونو څخه سرغړونه وکړه، د اسلامي امارت عدلي او قضایي ارګانونو ته به معرفي شي او له سختو مجازاتو سره به مخ شي.”
په همدې ترتیب، د کانونو او پټرولیم او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیرانو هم د اسلام مبین دین له نظره د نشه یي توکو د استعمال پر حراموالي او زیانونو خبرې وکړې او له ملي او بین المللی رسنیو او همدارنګه دیني عالمانو څخه یې وغوښتل چې خلک د نشه یي توکو پر زیانونو خبر کړي او په دې برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
د غونډې په پای کې، په کابل کې د اروپا اتحادیې سرپرست سفیر آرنات پاولز په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې په افغانستان کې د نشه يي توکو ممنوعیت هغوی ته هم یوه مهمه موضوع ده او په دې برخه کې یې له افغانستان اسلامي امارت سره د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د شمېرنو له مخې؛ اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي چې په دغو کسانو کې د نارینه و په ګډون ښځې او ماشومان هم شامل دي. خو اسلامي امارت د دغو کسانو د روږديتوب عامل په هېواد کې د ۲۰ کلن اشغال پایله او سوغات بولي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته