سیاست

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نویو ټاکل شویو غړو د لوړې مراسم پرځای کړل

١١-کابل باختر دمرغومي   نهه ويشتمه

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نویو ټاکل شویو غړو، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي پر وړاندې د لوړې مراسم پرځای کړل.

محمد حسین ګرزیوانی، سید محمد هاشم فولاد، غلام دستګیر آزاد، مومنه یاري او ریدا عظیمي چې په دې وروستیو کې د جمهور رئیس د حکم پر اساس د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د غړو په توګه ټاکل شوي دي، نن یې په ارګ کې د لوړې مراسم پرځای او سوګند یې وکړ چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د غړو په توګه به خپلې اړوندې دندې په صداقت، امانت دارۍ ، استقلال او بې طرفۍ او د افغانستان د اساسي قانون او نورو قوانینو په رڼا کې سرته و رسوي.

 حامدکرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نویو غړو ته مبارکي وویله او هغوی ته یې په خپلو نویو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته