سیاست

تبصره

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
جمهور رييس غني وايي چې ملت پراخ پرله پسې  او عملي اصلاحات غواړي اوزموږ ژمنه دخلکو ددغې غوښتنې عملي کول دي
دباختراژانس مفسر ليکي :  دبنسټيزو پروژو دعملي کولو له فساد سره مبارزه  او داصلاحاتو ددوام په باب  ددولت ژمنه  دغه راز  ددولتي چارواکو دکار په تمرکز کې ځاى لري  لکه څنګه چې په دې وروستيو وختو کې دخواجه رواش ښارګوټى چې دهېواد په پايتخت کې داستوګنې يوه ستره پروژه بلل کيږي  دجمهور ريس محمد اشرف غني له خوا پرانيستله شوه .
ددغې  پروژې په پرانيستلو  سره دټولګټو او بنسټيزو پروژو دعملي کولو په برخه کې  ددولت يوې بلې ژمنې تحقق وموند .
دملي وحدت دحکومت مشرانو ددغه حکومت دجوړولو په وخت کې ژمنه کړې ده چې سترې بنسټيزې پروژې جوړې او عملي کوي يې او دتيرو دووکلونو په بهير کې  په هېواد کې څو سترې بنسټيزې پروژې پرانيستلې شوې خو يوشمير نورې پروژې هم شته چې بايد عملي شي خو داسې مشخص موارد شته چې ددغو پروژو دعملي کيدو  خنډ کيږي دناامنۍ اودبودجې دکمښت تر څنګ اداري  فساد او په اصلاحاتو دځينو کړيو نه پابندي ددغوپروژو دعملي کيدو مخه نيولې ده اوکله ناکله دمشخصو کسانو اوکړيو له خوا داسې نارې سورې پورته کيږي چې ښيي داصلاحاتو په لاره کې خنډ او داداري فساد دپراختيا لپاره  عامل دي په داسې حال کې چې دخواجه رواش ښارګوتي دپرانيستلو په وخت کې دجمهور ريس  محمد اشرف غني په خبرو کې له فساد سره مبارزه مشهوده او څرګنده وه .
ده يوځل بيا دحکومت دمشرانو دغه ژمنه تکرار کړه او ويې ويل چې دفساد پرخلاف په اساسي توګه مبارزه کوو او دې کار ته په جديت سره دوام ورکوو .
  که چيرې په تيرو کلونوکې په افغانستان کې دحکومتوالۍ تاريخ ته وګورو داداري او داصلاحاتو درامنځته  کولو مسئله نه يواځې په يوې کورنۍ  شخړې بلکې دافغانستان په برخه کې  په يوې نړېوالۍ  انديښنې هم بدله شوې ده او دافغانستان نوم له مفسدو هېوادونو  سره پيوند خوړلى دى .
سره له دې چې  دملي وحدت  دحکومت مشران په دې  برخه کې  مشخصې ژمنې لري خو په نظام او ټولنه کې  خنډونه ددې مخه نيسي چې اصلاحات په بنسټيز ډول ترسره شي او دفسادپرخلاف مبارزه په مطلوب  ډول ترسره نه شي اوځينې کړۍ او څيرې  دزور ، قدرت او نفوذ له دريځ  څخه هلې ځلې کوي امتياز ترلاسه کړي او دعمراني پروګرامونو دتحقق خنډ شي ،  په داسې حال کې چې دفساد پرخلاف له  هدفمندې مبارزې او له اصلاحاتو سره دافغان دولتي چارواکو ژمنه  پرځاى ده ځکه داصلاحاتو  رامنځته کول او دفساد دجرړو ايستل ديوه نظام په جوړولو کې اساسي رکن دى او داصلاحاتو په لور يون  او دفساد مخنيوى  په هره کچه چې وي ملي ګټې دي اونظام هم  دملي ګټو په تګلوري کې او هم دخلکو دګټو په لاره کې روان دى چې په هغو کې دګروهي ،قومي ،سمتي او تنظيمي ګټو په شان  مسئلې اعتبار نه لري .
له دې امله داصلاحي  پروګرامونو په وړاندې دريدل او له فساد سره مبارزه په حقيقت کې دخلکو دارادې په وړاندې دريدل دي .
ديادونې وړ ده چې دافغانستان خلک په انتخاباتو کې په ګډون سره  خپله دغه غوښتنه اوهيله طرحه  کړه چې بايد له فساد سره مبارزه  وشي  اواصلاحات رامنځته شي نو زموږ دولتي چارواکي دې بايد دخلکو دغه غوښتنه عملي کړي او دوى بايد لکه څنګه چې جمهور رييس په خپله ويلي دي بايد دهغو کسانو نارو سورو ته چې داصلاحاتو او دفساد پرخلاف دمبارزې خنډ کيږي پاملرنه ونه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته