سیاست

د انجنير محمد خان پيغام

کابل_باختر د لړم د مياشتې ١١ مه
د حرَمَينو په لوري د حوثيانو له خوا د توغول شويو توغـنديو د غنـدنې په اړه د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان پيغام
په کابل کې د دوست هېواد سعودي عربستان د سفارت د مطبوعاتي اعلاميې مطابق، په يمن کې د حوثي مليشو له خوا د مسلمانانو قبلې او تر ټولو مقدس مقام د مکّې مکرَّمې په لوري توغندي توغول شوي چې هدف ته تر رسېدو مخکې د سعودي ځواکونو له خوا په هوا کې له منځه يوړل شول.
د افغانستان د ملي یوالي حکومت د اجرائيه رياست لومړی معاونيت د حوثي مليشو دغه کرغېړن او قبيح جنايت په کلکو ټکو د غندلو تر څنګ له نړيوالو او په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو څخه هم غواړي چې د دې ستر او قبيح جنايت د غندنې په اړه خپل جدي غبرګون ښکاره کړي.
دا چې د يمني حوثي مليشو له خوا توغول شوي توغندي د سعودي ځواکونو له خوا خپل شوم هدف ته تر رسېدو مخکې خنثی کړای شول؛ د دوست هېواد د امنيتي ځواکونو څخه مننه کوو چې په مهارت او بيدارۍ يې د اسلامي نړۍ معنوي او روحاني مقام څخه ساتنه وکړه او له دې لارې يې د مليونونو مسلمانانو ديني احساساتو د ژوبلولو مخه ونيوله.
د نړۍ هر هغه څوک چې حرَمَينو ته د نقصان رسولو سپکه اراده لري؛ بايد په دې پوه وي چې د افغانانو په ګډون د نړۍ ټول مسلمانان به يې پر وړاندې د سرونو په بيه دفاع وکړي.
په دې هيله چې د نړۍ ټول مسلمانان د حرمَيَنو هر دښمن ته په يووالي او همغږۍ سره غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته