خبرونهفرهنګټولنه

د انسان پر ژوند د ټولنیزو رسنیو منفي او مثبتې اغېزې

کابل، د غبرګولي ۷ مه، باختر

ټولنیزو رسنیو پر ځوانانو د مثبتو اغېزو ترڅنګ منفي اغېزې هم کړي دي، هغه څېړنه چې په لغمان کې د باختر اژانس خبریال ترسره کړې، ښکاره کوي چې ټولنیزو رسنیو د ځوانانو پر ژوند د مثبتو اغېزو تر څنګ منفي  اغیزې هم کړې دي.

دغه څېړنه په لغمان کې د پوښتنپاڼو او مرکو له لارې له (۲۰۷) ځوانانو او پېغلو څخه ترسره شوې ده، چې (۶۵ سلنه) یې نارینه او (۳۵ سلنه) یې ښځینه دي، د دوی له ځوابونو څخه څرګندیږي چې د ټولنیزو رسنیو استعمال د لغمان پر ځوانانو منفي او مثبتې اغېزې دواړه لري.

څېړنه ثابتوي چې لغمان کې ځوانان د ټولنیزو رسنیو له منځه فیسبوک، وټس اپ، ټویټر او انسټګرام ډېر استعمالوي، په دې لېست کې (۷۹.۵ سلنه) ځوانان فیسبوک، (۱۳.۵ سلنه) وټس اپ، (۳ سلنه) ټویټر او (۴ سلنه) بیا له انسټګرام څخه استفاده کوي.

د څېړنې له مخې هغه پوښتنې چې د پوښتنپاڼې له لارې شوې دي په ترتیب سره ښکار کوي چې ټولنیزو رسنیو د لغمان د ځوانانو د اړیکو پر مهارتونو منفي او مثبتې اغېزې کړي دي، (۷۷ سلنه) ځوانان په دې باور دي چې ټولنیزو رسنیو د دوی د اړیکو پرمهارتونو مثبتې اغېزې کړې دي، (۳ سلنه) نور وایي چې منفي اغېزې یې کړي دي، (۱۸ سلنه) باور لري چې منفي او مثبتې اغېزې یې کړي دي؛ خو ۲ سلنه بیا وایي هیڅ اغېزې یې نه دي کړي.

هغه ځوانان چې مثبتې اغېزې یې پرې کړې، وایي چې ټولنیزو رسنیو د دوی اړیکې پراخې کړي دي، د نړۍ او هېواد له حالاتو پر وخت خبرېږي، هره ورځ تازه او ریښتینې موضوعات لولي، تعلیم، تجارت، معلوماتو او سوداګرۍ ته یې لاسرسی اسانه کړی دی او پراخې نړیوالې اړیکې یې رامنځته کړي دي.

منفي اغېزو کې بیا وایي چې د کورنیو د غړو ترمنځ یې لرې والی رامنځته کړی دی، د مخامخ ملګرتیا مجلسونه یې کم رنګه کړي دي، ځوانانو کې یې تنبلي او سستوالی زیات کړی دی، ۷۶.۵ سلنه ځوانان باور لري چې د مجلس اداب یې ختم کړي دي او ۴۳ سلنه ځوانانو کې د بې خوبي لامل شوي دي او ډیری ځوانان یې د کتابونو له مطالعې لرې ساتلي، دوی ټوله ورځ په رسنیو کې د عکسونو او ویډیوګانو په کتلو تیروي.

همداراز د څېړنې بله موخه بیا څرګندوي چې ټولنیزو رسنیو د لغمان د ځوانانو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړې ده، دوی وایي ټولنیزو رسنیو د تعلیم، روغتیا، ټولنیز ژوند، ادب او ورزش په برخو کې د دوی د عامه پوهاوي کچه لوړه کړې ده.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ لیدل کیږي چې ځوانان هره لحظه د بیلابیلو تعلیمي موضوعاتو په تړاو له ټولنیزو رسنیو معلومات ترلاسه کوي او پوهه یې زیاتیږي، د بېلابېلو روغتیایي معلوماتو لکه د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې معلومات ترلاسه کوي، د ژوند د بېلابېلو اړخونو په تړاو او د ورزش له ډګره یې د ځوانانو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې ټولنیزو رسنیو د ځوانانو پر اقتصادي وضعیت هم بدې اغېزې کړي دي، افغانستان کې د انټرنیټي کڅوړو د بیو لوړالی او له رسنیو څخه د ځوانانو ډېر استعمال لسګونه ځوانان ټیک ټاک، فیسبوک، یوتیوب او نورو رسنیو کې په ورځني ډول تفریحي او نورې ویډیوګانې ګوري چې خپلې پیسې بې ځایه مصرفوي او له بد اقتصادي وضعیت سره یې مخ کړي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته