کابل، د غبرګولي ۱۱ مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د انکشاف ملي شرکت له رئیس انجنیر عبدالرحمن عطاش سره په کتنه کې د هېواد د هغو تاریخي ابداتو د څرنګوالي او رغونې په باب خبرې وکړې چې نوموړی شرکت یې د رغونې او ترمیم چارې پر مخ بیایي.
فرهنګي معین د هېواد په کچه د مهمې اقتصادي اوکرنیزې پروژې ( قوش تېپې ) کانال په اوږدو کې د تاریخي او لرغونو اثارو د احتیاطي او مسلکي تدابیرو په اړه هم خبرې وکړې او د یوې کمېټي په جوړولو یې سلا وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د ملي پراختیا شرکت د بیارغونې له کارونو او رغنده پلانونو څخه ستاینه او مننه وکړه او د ډاډ ځای یې وباله چې انکشاف ملي شرکت په افغاني مټو او کورنیو ظرفیتونو د هېواد مهمې او حیاتي پروژې پرمخ بیایي.
په همدې حال کې د انکشاف ملي شرکت مشر له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه وغوښتل چې ولس ته د هېواد د بیارغونې د هڅو او معلوماتو په رسولو او تنویر کې له یاد شرکت سره مرسته وکړي چې د ځورېدلي ولس د اطمنان او خوشالۍ سبب وګرځي.
ن/ر