سیاستخبرونهټولنه

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر پکتیکا ته سفر وکړ

 کابل، د چنګاښ ۳۰مه، باختر

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، پکتیکا ته تللی او د دغه ولایت له یوشمېر مسئولینو او قومي مشرانو سره کتلي او له پلتو بند څخه یې لیدنه کړې ده.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د پکتیکا له والي عبدالله مختار سره په کتنه کې، د وروستۍ طبیعي پېښو له امله چې د دغه ولایت خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي؛ خواخوږي څرګنده کړې او له هغه یې غوښتنه کړې چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د آسیب پذیرو ولسوالیو خلکو ته د ولایت په مرکز کې د استوګني امن ځایونه برابر کړي.

دغه راز په دغه سفر کې، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د ګوملې سیندیزې حوزې له رئيس او کارکوونکو سره په کتنه کې، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او ډاډ یې ورکړی چې ډېر ژر به ورته رسیدګي وشي.

له بلې خوا، د دغه سفر په بهیرکې د پکتیکا یو شمېر قومي مشرانو له ملا عبداللطیف منصور سره په کتنه کې، له هغه څخه په دغه ولایت کې د هغو بندونو چې سروې يې ترسره شوې، د رغولو او د برېښنايي شبکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر یادو مشرانو ته د وزارت د تګلارو، شته امکاناتو او د متوازنې پراختیا اصل په پام کې نیولو سره، د همکارۍ ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ‍‍پرون د لوګر د برکي برک او خروار ولسوالیو له مسئولینو او قومی مشرانو سره په کتنه کې، د اوبو ذخیروي بندونو د جوړولو او د برېښنايي شبکو د پراختیا په اړه د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او حل ډاډ یې ورکړی و.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته