سیاستخبرونه

د اوبو او انرژۍ وزارت رهبرۍ د برېښنا انرژۍ د پراختیا او د اوبو د مدیریت طرحې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې

کابل، د غبرګولي ۱۱ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت له سلاکار ډاکټر فاروق اعظم سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.

باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې ملا عبداللطیف منصور او ډاکټر فاروق اعظم، د یاد وزارت د کارونو، پلانونو او پرمختګونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.

دغه راز، دوی د افغانستان د ځان بسیاینې په خاطر، په هېواد کې د برېښنا انرژۍ د پراختیا او د هېواد له اوبو څخه د زیاتې استفادې او کنټرول لپاره د وزارت طرحې د ریاست الوزرا  له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې چې سیاسي مرستیال ورته د هر اړخیزې همکارۍ ډا‌ډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اوبو د سترو سرچینو په لرلو سره سره، بیا هم د خپلې اړتیا انرژۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه برابروي، خو د افغانستان اسلامي امارت مشران په تېره بیا د اوبو او انرژۍ وزارت مشرتابه ډاډ ورکوي چې د هېواد د اوبو د مهارولو لپاره یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته