خبرونهاقتصاد

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست: تر ارزونې وروسته، په ټول هېواد کې د پروژو چارې پیلېږي

کابل / لړم ۲۲مه / باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور چې په يوه رسمي سفر زابل ته تللی دی، د دغه ولايت د سیندیزې حوزې له رییس سره په کتنه کې ويلي دي چې تر ارزونې وروسته، په ټول هېواد کې د پروژو چارې پیلېږي.

باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د زابل د سیندیزې حوزې رييس مولوي عبدالکريم ذوالفقار، په دغه ولايت کې د روانو پروژو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ، د دغه رياست ستونزې او وړانديزونه د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره شريک کړل او د حل غوښتنه يې وکړه.

دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور د زابل د سیندیزې حوزې د رييس د خبرو تر اورېدو وروسته، وويل: د مالیې وزارت، د پراختیایي پروژو د پیلېدو لپاره د بودجې پر برابرولو بوخت دی او د پروژو تر ارزولو وروسته به په ټول هېواد کې د دغو پروژو چارې پيل شي.

دغه راز د دغه سفر په بهیر کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د زابل د ولایت مقام له سرپرست ملا محب الله آخوند سره هم وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو پر مهمو مسئلو خبرې وکړې او د هېواد د پرمختګ او پر ځان بسیاینې لپاره یې پر هر اړخیزو هڅو ټینګار وکړ.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته