سیاست

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د لوګر له والي سره وکتل

کابل / د سلواغې ۱۹مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي مالي خان سره وکتل.‏
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې د لوګر د والي مرستیال مولوي انعام الله “صلاح الدین” او د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي میرویس هم حاضر وو، دواړو لوریو د لوګر د بېلابېلو ستونزو په تېره بیا په دغه ولایت کې د برېښنا د ستونزو او په راتلونکي کې ‏ د اوبو د بندونو او برېښنا د تولیدي سټېشنونو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ډاډ ورکړ چې هلې ځلې به وکړي چې د یادو ستونزو د حل او د لوګر د پرمختګ لپاره امکانات ولټوي او یادې چارې ترسره کړي.
‏په همدې حال کې ملا عبداللطیف منصور د لوګر د برېښنا له رییس مولوي منصورالحق او د دغه ولایت د سیندیزې حوزې له رییس عمراخان او د یادو ادارو له فني او اداري مسوولینو سره جلاجلا ناستې ترسره کړې.
‏په دغو ناستو کې د یادو ادارو رییسانو د خپلو ادارو ستونزې د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
ملا عبداللطیف منصور د دوی د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته، دوی ته د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا یادو ستونزو ته د رسیدګۍ ژمنه وکړه.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور تر دې وړاندې هم ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه، د هېواد یوشمېر ولایتونو او بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کړي وو.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته