سیاستخبرونه

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د میدان وردګو له والي سره وکتل

کابل / د سلواغې ۲۰مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور میدان وردګو ته په سفر کې د دغه ولایت له والي حافظ محمد امین عمري سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د میدان وردګو والي د اوبو او برېښنا په برخه کې د دغه ولایت د ولسونو ستونزې او غوښتنې د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور څرګنده کړه چې میدان وردګو ته د نورو ولایتونو په نسبت د خدمتونو د وړاندې کولو او د پروژو د پلې کېدو په برخه کې کافي پاملرنه نه ده شوې.
هغه زیاته کړه: موږ به دغه ولایت ته د ذخیروي بندونو جوړولو او د برېښنایي خدمتونو وړاندې کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړو.
ملا عبداللطیف منصور د میدان وردګو والي ته ډاډ ورکړ چې د خلکو او ولایتي ادارې په همکارۍ او ملاتړ به د یاد ولایت په کچه د اوبو او برېښنا په برخه کې شته ستونزې حل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور تر دې وړاندې هم ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه، د هېواد یوشمېر ولایتونو او بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کړي وو.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته