کابل / د لیندۍ ۷مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د هرات برېښنا له حوزوي ریاست څخه د لیدنې پر مهال، د دغه ولایت اوسېدونکو ته د غوره خدمتونو پر وړاندی کولو ټینګار وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست او د هرات برېښنا د حوزوي ریاست سرپرست ملا خیرمحمد معراج د دغه ریاست د فعالیتونو او مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د هرات برېښنا د حوزوي ریاست مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او د چارو پر ښه والي او د دغه ولایت اوسېدونکو ته یې د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د هرات برېښنا د حوزوي ریاست مسوولينو ژمنه وکړه چې خپلې دندې به په پوره اخلاص او صداقت سره ترسره کړي.
وهاج