خبرونهاقتصاد

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست: د یو هېواد په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د اقتصادي ودې په برخه کې د اوبو رول مهم دی

کابل/ وری ۶مه/ باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت او د هایدرولوژۍ ملي کمیټې د اوبو د نړۍ والې ورځې نمانځنې په مناسبت نن د اوبو د ( نه ښکاره کېدونکو سرچینو بربنډولو) تر سرلیک لاندې کنفرانس جوړ کړ.
د باختر آژانس د راپور له مخې: په دې غونډې کې چې دولتي چارواکو، ښوونکو، د پوهنتونونو استادانو او بهرنیو مېلمنو شتون درلود، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د سکایپ له لارې د اوبو د ارزښت او مدیریت په اړه وغږېد.
هغه د اوبو رول په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کرنې، انرژۍ او په کلي ډول د هېواد په اقتصادي وده کې مهم وګاڼه.
هغه په هېواد کې د اوبو سرچینو مدیریت ته د دې وزارت د پاملرنې ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د کجکي، شاه، عروس او کمال خان بند د پروژو کار بیا پيل شوی او هڅه کېږي د نورو پروژو کار هم ډېر ژر پیل شي.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د اوبو د ښه مدیریت له پاره د اړوندو دولتي ادارو په همغږۍ هم ټينګار وکړ او له نړۍ والو بنسټونو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان پر ځان بسیاېینې او فقر کمولو له پاره د اوبو او انرژۍ له وزارت سره همکاري وکړي.
په دې غونډې کې د اوبو او انرژۍ وزارت معین انجنیر مجیب الرحمان عمر د اوبو د ارزښت، روغتیایي اوبو مدیریت، د اوبو د قانون د احکامو پلي کولو، د اوبو او انرژۍ د ښه مدیریت په برخو کې پرمختګونو، د اوبو محور، د ځمکې لاندې د اوبو ستونزې او په دې برخه کې په تېرو ۷میاشتو کې لاسته راوړنې شریکې کړې.
د اوبو انرژۍ وزارت مرستیال انجنیر مجیب الرحمن وویل چې د اوبو او انرژۍ وزارت ژمن دی چې د اوبو سرچینې ښې مدیریت کړي.
همدارنګه په دې غونډې کې د پولي تخنیک پوهنتون رئيس انجنیر عبدالرشید اقبال، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال انجنیر عزت الله صدیقي، شیخ عبدالحمید حماسي او یو شمېر نورو ویناوالو د اوبو د مدیریت پر ارزښت، د اوبو او چاپېریال په برخه کې د کارکوونکو د روزنې او د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو د ناسمې کارونې د مخنیوي په اړه په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د اوبو سطحه یې ټیټه ده، د ځمکې لاندې د اوبو د ککړتیا د مخنیوي، د اقلیم له بدلون سره د مبارزې او د زرغون نړۍ وال صندوق او نورو نړۍ والو مالي سرچینو ته د لاسرسي په اړه خبرې وکړې.
همداراز د دې غونډې په دویمه برخه کې د پوهنتون ځينو ښوونکو او کارپوهانو د ځمکې لاندې اوبو د سالم مدیریت له پولې هاخوا د اوبو د تحلیل او له نړۍ والو قانونونو سره سم د افغانستان د سمندرونو په اړه خپلې علمي او څېړنيزې مقالې وړاندې کړې.
احمدزۍ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته