ټولنه

د اوبو او انرژۍ وزارت معین د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو کارونه وڅېړل

کابل / د لیندۍ ۲۳مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین د فراه ولایت د بخش آباد بند له انحرافي تونلونو څخه د لیدنې پر مهال د دغې پروژې کارونه وڅېړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې لیدنه کې چې د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رییس، د فراه ولایت د فرعي حوزې رییس او د اوبو او انرژۍ وزارت یو شمېر تخنیکي مسوولین هم حاضر وو، د دغه وزارت د اوبو معین انجنیر مجیب الرحمن عمر د فراه د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو پروژې ساحوي چارې وڅېړلې.
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او د اوبو بندونو ارزښت ته په کتو سره، هلې ځلې کوي چې د دغه وزارت د پروژو کارونه چې له پنځو میاشتو راپدېخوا ځنډيدلي وو، ډېر ژر بېرته پیل کړي.
د فراه ولایت د بخش آباد بند ۸۱ متره لوړوالی لري او د کارپوهانو په باور؛ که د دغه بند کار بشپړ شي، نو د ۱۳۶۰ میلیون متره مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. په همدې حال کې دغه بند به لسګونه زره هکتاره ځمکه هم خړوبه کړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته