سیاستخبرونهاقتصاد

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د دغه وزارت د تېر یو کال لاسته راوړنې شریکې کړې

کابل، د زمري لومړۍ، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو نن په یوه خبري غونډه کې د دغه وزارت د تېر یو کال لاسته راوړنې شریکې کړې.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د اوبو او انرژۍ سر‍پرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت سلاکارانو او یوشمېر نورو مسئولینو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ سر‍پرست وزیر، د اوبو او انرژۍ سکټورونو په اړه چې د اوبو حکومتوالۍ، د اوبیزو سرچینو د پېژندنې، د انجنیرۍ چوپړتیاوو او د اوبو تنظیمولو برخې پکې شاملې دي؛ معلومات ورکړل او د یاد وزارت پر وړاندې یې ځینې ستونزې او حل لارې بیان کړې.
ملا عبداللطیف منصور د اوبو حکومتوالۍ په برخه کې، د اوبو په سکټور کې پر ۲۱ مقررو او کړنلارو بیا کتنه، د بېړنیو بشري مرستو د راجلبولو په موخه د اوبو سکټور د ۲۰۰۰ پروژو د ارقامو او معلوماتو راټول، توحید او له اړوندو تمویلوونکو سره شریکول، د اوبو سکټور د پروژو د تمویل او پلي کېدو او د پانګونې د جلب په موخه د ځینو پانګه والو او خیریه بنسټونو سره همغږۍ او د دغه سکټور د ستراتیژیکو موخو سره سم د هېواد په کچه د انډولیزې پراختیا په پام کې نیولو سره، د ۱۴۰۱ کال لپاره د (۱۱.۳) میلیارده افغانیو په لګښت د (۳۳۴) پراختیايي پروژو د پلان چمتو کول د یاد وزارت مهمې لاس ته راوړنې یاد کړې.
منصور وویل چې د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په کچه، د هایدرومیتورلوژیکي او هایدروجیولوجیکي شبکو د ساتنې، پاملرنې او پراختیا په برخه کې ۹۲ سټېشنونه بیارغولي او د لښکرګاه، هرات، مزارشریف، زرنج او جلال آباد ښارونو د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پنځه څېړنیزې او څارنیزې شبکې یې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
هغه زیاته کړه چې یاد وزارت همدا رنګه په کابل، غزني، پروان او یوشمېر نورو ولایتونو کې د دولتي، خصوصي سکټور او مراجعینو لپاره په (۱۰۰) سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ارزونې سروې ترسره کړې، د اوبو په لګښت کې د سپما او د اوبیزو سرچینو د ساتنې فرهنګ د ودې ورکولو په موخه د عامه پوهاوي ملي کمپاین ترسره کړی او د ودانیو له بامونو څخه د باران اوبو د راټولو طرحې په ګډون د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د تغذیې په موخه د (۳۱۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د پروژو کانسپټ او ډیزاینونه چمتو کړي دي.
د منصور په وینا؛ د کجکي بند د دویم فاز د (۱۰۰) میګاواټه اضافي برېښنا د تولید کار بشپړ شوی او په راتلونکو درېیو اوونیو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه راز د درېیو سترو (کمال خان، کجکي او شاه او عروس) بندونو او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د مهمو او حیاتي بندونو ودانیزې چارې په چټګۍ روانې دي.
د اوبو او انرژۍ سر‍پرست وزیرد ۱۴۰۱ کال لپاره د (۲.۲) میلیارده افغانیو په لګښت د نهو پراختیايي پروژو د پلان چمتو کول، له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک کول او د کورنیو زېرمو( د اوبو، لمریزې، بادي، بایو مس، ډبرو سکرو او بایو ګازو) د پانګونې په موخه د (۳۸) پروژو لپاره د بستې جوړول د انرژۍ په برخه کې د دغه وزارت سترې لاس ته راوړنې وبللې.
هغه اقلیمي بدلون، د انکشافي بودجې کمښت، پر وارداتي برېښنا تر حده زیات تمرکز، د اوبو او انرژۍ په تاسیساتو کې ناکافي پانګونه، د اوبو او انرژۍ په مدیریت کې وظیفوي مداخله او د دونرانو له خوا د برېښنا انرژۍ د پروژو په پلي کولو کې نا همغږۍ د اوبو او انرژۍ وزارت مهمې ستونزې یاد کړې او د حل لارې هم بیان کړې.
ملا منصور د خپلو خبرو په دوام، پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې نور دې له افغانانو سره ظلم نه کوي او د هغوی شتمنۍ دې آزادې کړي چې په هېواد کې نیمګړې پروژې بشپړې شي. په ورته وخت کې، له هېوادوالو څخه وغوښتل چې د هېواد له اوبیزو سرچینو څخه دې سمه او سالمه استفاده وکړي چې په هېواد کې د اوبو کچې د لا ټيټيدو مخه ونیول شي.
د غونډې په پای کې چارواکو او مسئولینو د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته