اقتصاد

د اوسني بحران حل لپاره د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بايد خوشي شي

کابل/ د وږي٢٠مه / باختر
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي په هېواد کې د ناوړه اقتصادي وضعيت په اړه خبر دارى ورکړ.
دوه ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې ديبرالاينز په افغانستان کې د بشري ناورين د خرابېدو خبردارى ورکړ او ويلي يې دي په هېواد کې په ميليونونه خلک بشردوستانه مرستوته اړتيا لري او د اړمنوخلکو د ستونزو د حل لپاره بايد سمدستي اقدامات وشي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانکړي استازي دغه راز له افغانستان سره د ميلياردونو ډالرو بهرنيو مرستو د کنګل کېدو او نړيوالې ټولنې مسئله مطرح کړه او ويې ويل : که دا وضعيت دوام ومومي د افغانستان اقتصاد به ژور بحران کې ډوب شي او په ميليونونه نور کسان به له فقر او لوږې سره مخ شي.
هغه د امنيت شورا له غړو وغوښتل چې له افغانستان سره د مالي مرستو او د پيسو بيا پيل لپاره لارې چارې ولټوي.
هغه ټينګاروکړ چې ملګري ملتونه بايد د طالبانو له حکومت سره کار وکړي تر څو اوسنى وضعيت مخ په ښه کېدو روان شي.
ديبرالاينز په افغانستان کې د ملګرملتونو له دفتر سره په خبرو کې وويل: طالبان د نړيوالې تولنې مرستې ته اړتيا لري او د هغوي د مرستې غوښتنه کوي.
لاينز دا هم وويل چې د طالبانو ځينو غړو ويلي چې دوى هڅه کوي اوسنى پوځي وضعيت حکومت داري ته بدل کړي او د دې لپاره وخت ته اړتيا ده.
ملګري ملتونه په افغانستان کې د خرابېدونکي اقتصادي وضعيت په اړه خبردارى ورکوي ځکه چې متحده ايالات د افغانستان شاوخوا ١٠ميليارده ډالر شتمنۍ کنګل کړي دي. دغه راز نړيوال بانک، نورو نړيوالو ادارو او اروپايي اتحاديې له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي دي او يا يې ځڼدولي دي . په داسې حال کې چې افغانستان کولاى شي له ځينو شمتنيو څخه د خپلو ځينو ستونزو د حل پاره استفاده وکړي. د خلکو په نظر د افغانستان کنګل شوي شمتنۍ بايد د اوسني کړکيچ د حل لپاره بايد خوشي شي.
په ملګروملتو کې د چين د سفير مرستيال هم دغه شان نظر لري او هغه د امنيت شورا غړو ته وويل؛ د افغانستان د شمتنيو کنګل کول په دغه هېواد کې د نور بد اقتصادي وضعيت لامل کېږي.
هغه وويل؛ د افغانانو د خرابېدونکي اقتصادي وضعيت يو له اصلي دليلونو څخه په بهرکې د افغانانو شتمنۍ کنګل کول دي. په داسې حال کې چې دا شتمنۍ دافغانستان په خلکو پورې اړه لري او بايد افغانستان ته وسپارل شي، او دا د افغانستان خلکو ته د ګواښ او فشار په خاطر ونه کارول شي.
نړيواله تولنه بايد پوه شي چې په افغانستان کې اقتصادي ، سيمه ييز او نړيوال وضعيت ستونزمن دي ، دا هېواد يو باثباته اقتصادي وضعيت ته اړتيا لري او دا به هغه وخت ممکن وي کله چې د افغانستان د خلکو شتمنۍ دوى ته بېرته ورکړل شي، نه دا چې اقتصادي فشارونه د نظام او د افغانستان د خلکو پر وړاندې وسله وي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته