امنیت

دسوزمه قلعه ولسوالۍ دحج او اوقافو مدير دطالبانو له خوا وتښتول شو .

کابل باختر دثورنهه ويشتمه :
دسرپل ولايت دسوزمه قلعه ولسوالۍ دحج او اوقافو  مدير پرون  دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شو .
دسرپل ولايت دحج او اوقافو  رييس عبدالمحبوب  حقجو دباختراژانس خبريال ته وويل :دسوزمه قلعه ولسوالۍ دحج او اوقافو مدير مولوي عبدالودود  دسرپل دلارې په اوږدو کې  دسنګ توده په سيمه کې  چې دولايت دمرکز په لور روان و دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شو .
حقجو زياته کړه قومي مخور هڅه  او هاند کوي چې دى دوسله والو طالبانو له بند څخه ازاد کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته