نړۍ

د اوکراين په باب د ملي امنيت د شورا له مقاماتو سره دامريکا د جمهور رييس غونډه .

واشنګتن- فارس نيوز – باختر دکب دمياشتې ١٣
دامريکا جمهور رييس د دغه هيواد دملي امنيت د  شورا له مشرانو سره د اوکراين دبدلونونو په باب  غونډه وکړه.
دايران د  خبري آژانس دفارس دخبرله مخې :   دامريکا جمهور  رييس بارک  اوباما داوکراين د بحران په باب دملي امنيت له شورا سره په  سپينه ماڼۍ کې  وکتل.
په دې کتنه کې   د اوکراين د  بدلونونو او په   دغه هيواد کې د روسيې داقداماتو په باب سلامشورې  وشوې  .
دامريکا د بهرنيو چارو   وزيرجان کري ،  د دفاع وزير چک هيګل  او د ملي امنيت سلاکاره  سوزان رايس له هغو لوړ رتبه مامورينو څخه وو  چې په دې غونده کې يې ګډون   درلود.

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا