خبرونهټولنه

د ايبک – پلخمري پر لويه لار د دوو جوماتونو د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل، د چنګاښ٣ مه، باختر

د ايبک – پلخمري پر لويه لار د دوو جوماتونو د جوړېدو چارې پيل شوې، چې هر جومات به په یو وخت کې د سلګونو لمونځ کونکو ظرفیت ولري.

د سمنګانو ولايت د رسنيو د دفترمسوول عبدالله هوتک باخترآژانس ته وويل چې د سرور کاينات او عايشه صديقې جوماتونه د نارينه او ښځينه وو لپاره جلا جلا جوړشوي، چې موخه يې د مسافرو لپاره د لمانځه د مناسب ځاى برابرول دي.

دغه جوماتونه د سمنګانو ولایت د سیمه ییزو چارواکو په لګښت جوړېږي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته