نړۍ

د ايران د اسلا مي انقلاب د برياليتو ب درې ديرشمه کاليزه ونمانځل شوه

کابلباختر د سلواغى ٢٢ مـــــــــــــه

دايران د اسلا مي انقلاب د برياليتو ب درې ديرشمه کاليزه نن په کا بل کې و نمانځل شوه

د باختر د ا طلاعا تي ا ژانس دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې له همدي ا مله په کا بل کې د ايران د اسلا مي جمهوريت په سفارت کې جوړه شوې وه د جمهوري رياست لو مړۍ مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم  د ايران د اسلا مي انقلاب د برياليتو ب ددرې ديرشمې کاليزې له ا مله د افغانستان د اسلا مي جمهوريت د جمهوري رياست دډيرو ښو هيلو د مرا تبو دڅرګند ولو په ترڅ کې وويل کله چې په ايران کې اسلا مي انقلا ب بريالى شو زموږ په هيواد کې د وخت دشوروي په ملا تړ د کمو نستا نو له خوا کود تا وشوه

 د ايران اسلا مي جمهوريت د افغا نستان د خلکو د جهاد ، مقا ومت او هجرت په دوران اود طالبانو درژيم پرخلاف له برياليتو ب وروسته د افغا نستان له مجاهدواومبارزو خلکو سره مر سته او همکاري و کړه

په دې غونډه کې په کا بل کې د ايران د اسلا مي جمهوريت سفير فدا حسين مالکي د اسلا مي انقلا ب د برياليتو ب د ورځو اود سياست ، اقتصاد ، فرهنګ ،علم او ورزش په برخو کې د اسلا مى انقلا ب د ارزښتو نو په اړوند اوږدي خبري و کړې او ويې ويل د ايران اسلا مي جمهوريت د افغا نستان د خلکو د جهاد په دوران کې او د افغا نا نو له برياليتو ب وروسته په بيلا بيلو برخو کې مرسته او همکاري کړي ده

ده څرګنده کړه چې د افغا نستان او ايران ترمنځ دسودا ګر ۍ کچه په روان کال کې څلور سوه برا بره زيا ته شوې ده

 د ايران اسلا مي جمهور يت هوډ من دى چې په ټولو برخو کې د افغا نستان له خلکو سره خپلو مر ستو ته د وام ورکړي د غزني ښار په بيا جوړولو کې د افغا نستان له اسلا مي جمهوريت سره مرسته کوي چې دغه ښار تر ٢٠١٣ کال پوري د اسلا مي نړۍ د پايتخت په تو ګه چمتو شي

 د غوندې په پاى کې د بهرنيو چارو وزيرډا کتر زلمي رسول خبري و  کړې او په بيلا بيلو برخو کې د ايران د اسلا مي جمهوريت د بې غرضو مرستو له ا مله د قدردا نۍ په ترڅ کې ددغو د وا ړو وروڼو اودوستو هيوادو نو ددوستې لرغونتيا ته اشاره و کړه

 په دې غونډه کې د ولسي جر ګي رئيس عبدالروف ا برا هيمي و د مشرا نو جرګي لو مړۍ نايب محمدعلم ايزد يار ، ځينو وزيرا نو اود  ملي شورا غړو خبري و کړي

 په دې غونډه کې د افغا نستان لپاره د ملګرو ملتو دسا زمان دسرمنشي ځانګړى استا زي ، په کا بل کې د بهرنيو هيوادونو سفيرا نو او کور ديپلو ماتيکو غړو ،جهادى قو ماندا نا نو اود خپلوا کو ادارو رئيسا نو ګډون کړي و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته