خبرونهاقتصادټولنه

د ایبک – پلخمري لویې لارې په اوږدو کې د درېیو پُلونو د رغولو چارې بشپړې شوې

کابل/ د وري ۸ مه/ باختر

د ټولگټو وزارت له بودجې د ایبک – پلخمري لویې لارې په اوږدو کې د درېیو پلونو د رغولو چارې بشپړې شوې.

د ټولګټو چارو وزارت وايي چې دغه پلونه د ۶.۴ مېلیونو افغانیو په لګښت رغول شوي چې د سیمې اوسېدونکو ته په کې کاري فرصتونه هم برابر شوي و. په وینا یې د پلونو په جوړېدو سره د خلکو ترانسپورتي ستونزې هم آوارې شوې.

د ټولگټو چارو وزارت ویلي: هڅه کوي، چې د دغه وزارت مالي امکاناتو په پام کې نیولو سره د خلکو ستونزو ته په خپل وخت رسیده ګي وکړي.

بارکزی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته