سیاستخبرونهامنیتتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ایران له خوا د افغانستان د پوځي وسایطو بېرته سپارل یو غوره اقدام دی، چې نور یې هم باید تعقیب کړي

 کابل، د غبرګولي۱۸مه، باختر

د ایران له خوا د افغانستان د پوځي تجهیزاتو بېرته سپارل د هېواد حربي وسایلو د بېرته سپارلو لپاره یو ښه پیل دی، چې کولای شي زموږ نورو ګاوندیو ته هم هڅوونکی وي.

د باختر آژانس مبصرلیکي: په هېواد کې د جمهوري نظام په را پرځېدو سره د آلوتکو، درندو وسایطو او وسلو په ګډون د افغانستان یو شمېر جنګي وسایل د یو شمېر فرصت طلبو کسانو او د وسلو قاچاق وړونکو له خوا د افغانستان څلورو ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدول شول.

ایران، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان هغه هېوادونه دي، چې د پخواني نظام له سقوط وروسته د پوځي الوتکو په ګډون د افغانستان زیات پوځي وسایط او وسلې دغو هېوادونو ته ولېږدول شول.

د افغانستان اسلامي امارت دغه پوځي وسایط، وسلې او تجهیزات د افغانانو د ملي شتمنیو یوه برخه بللې ده او هغه د هېواد په بیت المال پورې مربوط بولي او په وار وار یې له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې افغانستان ته د دغو جنګي وسایلو او وسایطو په بېرته لېږلو اقدام وکړي.

داسې اطلاعات شته چې ایران پرون یو شمېر پوځي تجهیزات بېرته افغانستان ته سپارلي دي .

د ایران اسلامي جمهوریت دغه اقدام کولای شو د ښه ګاونډيتوب او د افغانانو شتمنیو ته د درناوي په خاطر یو ښه نظر وبولو.

هغه څه چې ایران ترسره کړل د هېواد نورو ګاونډیو هېوادونو لپاره لومړنی او هڅوونکی ګام دی، چې د افغانستان جنګي وسایل او وسلې ورسره دي.

افغانستان ته د لوټ کړای شویو پوځي وسایطو او وسلو بېرته سپارل کېدای شي د دغه شان ملاتړ لپاره یو ښه ګام وي هیله ده چې د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه چې په بېلا بېلو نومونو د افغانستان پوځي وسایل، وسایط  او وسلې په واک کې لري د ایران د معقول او غوره  اقدام  پیروي وکړي او ډېر ژر د افغانستان لوټ کړای شوي حربي وسایط او وسلې دغه هېواد ته بېرته وسپاري او په عمل کې د ښه ګاونډيتوب لپاره خپله اراده ثابته کړي او په دې کار سره په افغانستان کې د اردو د جوړولو لپاره خپل ملاتړ بیان کړي چې هڅې به وکړي په افغانستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ له پلوه د ګاونډیو اندېښنې لرې کړي.

ایران په دې لاره کې لومړنی ګام پورته کړی، هیله ده چې نورهېوادونه هم هغه تعقیب کړي.

ج-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته