ټولنه

د بادغیس اوسېدونکو د هېواد د جمهوررییس د پرمختیايي پروګرامونو ملاتړ وکړ

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د بادغیس اوسېدونکو نن د یوې غونډې په بهیر کې د سولې له بهیر، د جمهوریت او د هېواد د جمهوررییس له پرمختیايي پروګرامونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د دغې غونډې ویناوالو د محمدي شریعت له نظره، د روژې په مبارکه میاشت کې جګړه او وروروژنه حرام وبلله او د جګړې له لوریو څخه یې وغوښتل چې د سولې د ټینګښت او د وینې تویدنې د بندولو په خاطر دایمي اوربند اعلام کړي.
په دې غونډه کې د بادغیس والي حسام الدین شمس د خلکو له پراخ ګډون څخه قدرداني وکړه او د خلکو په استازیتوب یې د هېواد د جمهوررییس محمد اشرف غني له پرمختیايي پروګرامونو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته