سیاستخبرونه

د بادغیس متنفذینو له اسلامي امارت سره خپل ملاتړ څرګند کړ

 کابل، د غبرګولي ۲۶ مه، باختر

د بادغیس ولایت یوشمېرمتنفذيتو،عالمانو او مخورو په دغه ولایت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اسلامي امارت له لاسته راوړنو، چې د امنیت تامین دی، خپل ملاتړ اعلام کړ.

د بادغیس ولایت د استخباراتو يو تن مسوول مولوي حیات الله “رحیمي” د بېلابېلو قومونو د استازو د علماوو له پراخ ملاتړ څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې اسلامي امارت یو بشپړ اسلامي او پراخ بنسټه نظام دی چې د اميرالمومين له  اوامرو او لارښوونو څخه اطاعت کوي.

په دې غونډه کې د ولسوالیو او د سیمو یو شمېر مخورو، عالمانو او د بېلابېلو قومونو استازو خبرې وکړي او د اسلامي امارت له لاسته راوړنو چې په هېواد کې سراسري د امنیت تامین دی، خپل ملاتړ اعلام کړ.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته