خبرونهاقتصاد

د باران اورښت په ننګرهار کې د سر زيان او مالي تاوانونه اړولي دي

کابل، د چنګاښ لومړۍ نېټه، باختر

په ننګرهار کې پر له پسي اورښتونو د سر او مال زیانونه اړولي دي.

په ننګرهار کې د يوې کوټې د چت د نړېدو له امله يو تن وژل شوی او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه پيښه تېره شپه په اچين ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

د ننګرهار يوه سيمه ييز خبرځاى باختر آژانس ته وويل، چې قرباني او ټپيان د يوې کورنۍ غړي دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د يو روغتون ډاکترانو د دې پيښې د يو ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى.

د دغو اورښتونو له امله د ننګرهار په ځينو سيمو کې سېلاوونه هم راوتلي دي.

له بله پلوه د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې هم د اورښتونو او سېلاوو له امله په لسګونو څاروې هم له منځه تللي دي.

د ننګرهار سيمه ييز مسوولين وايي، چې په دې ولايت کې د سېلاونو له امله د سر زيان  او مالي تاوانونو دقيقه اندازه معلومه نه ده.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته