خبرونهاقتصادTOP

د باميانو – سمنګان د سړک کار په چټکۍ سره دوام لري

١٧- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
د يګاولنګ – دره صوف سړک د جوړولو کار په چټکۍ سره دوام لري او ٢٧ سلنه پرمخ تللى دى.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ دغه سړک چې د باميانو د يکاولنګ له ولسوالۍ او د سمنګانو د دره صوف له ولسوالۍ څخه تېرېږي د څه د پاسه ١٨٠ کيلومترو په اوږدوالي د اسيا د پرمختيايي بانک په مرسته د ٢٠٤ ميليونو ډالرو په لګښت جوړېږي چې په تګلوري کې ٢٥٠ پلونه او څلور سوه پلګي هم جوړېږي.
ويل کېږي چې دغه سړک د شمال – جنوب د دهليز يوه برخه ده چې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او د زراعتي محصولاتو د لېږدونې اود ترانسپورتي سيستم لپاره زياتې اسانتياوې برابروي .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته