کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٣ :
د باميانو ولايت دملي امنيت د رياست منسوبينو نن دوه تنه هغه وخت ونيول چې له هغوى څخه دلرغونو آثارو د کشف يوه دستګاه ترلاسه شوه .
د باميانو والي محمدطاهر زهير په يوه خبري غونډه کې وويل: دتاريخي آثارو دوه تنه کيندونکي چې دميدان وردګو او د دايکنډي د ولايتونو اصلي اوسيدونکي دي ؛ د کچ موندنې له يوې دستګاه او له دريو ټوکو لارښودو کتابونو چې په دري ژبې ژباړل شوي دي؛ دملي امنيت د رياست د منسوبينوله خوا ونيول شول.
ده څرګنده کړه چې دغه دستګاه چې په ايران کې جوړه شوې ده؛ ٨٠ زره امريکايي ډالره ارزښت لري .
نيول شوي کسان د امنيتي ځواکونو تر پوښتنې لاندې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ