_کابل /دلړم ٣مه /باختر :
شپږو وسله وال طالبانو په ننګرهار کې له جګړې څخه لاس واخيست او د سولې له بهير سره يوځاى شول .
دغه وسله وال طالبان دننګرهار په ځينو سيمو کې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو .
دسولې له بهيرسره يوځاى شويو کسانو هغه څه چې په تېرو وختونوکې دافغانستان په ويجاړولو کې ترسره کړي وو پښيماني وښودله او ويې ويل چې له دې وروسته به د هېواد په بيا رغاونې او دامنيت په تامينولو کې ونډه واخلي . د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې يوځاى شويو وسله والوطالبان يوه اندازه جنګي وسايل هم دولت ته وسپارل .
ختم_ عطاالله_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ