امنیت

د باميان خلکو په کابل کې وروستۍ بريد نسل وژنه اوبشري ضد جنايت وباله

کابل /د غويي ٢٠مه /باختر
دباميان خلکو پرون په يوه غونډه کې د کابل د سيد الشهدا ښوونځي پر زده کوونکوبريد نسل وژنه اوبشري ضد جنايت وباله .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د باميانوپه سلګونوخلکوپه دې اعتراضي غونډه کې د دشت برچي د سيد الشهدا پرښوونځي دوه ورځې مخکې تروريستي بريد چې له امله يې د دغه ښوونځي څه دپاسه ٦٠ زده کوونکي ووژل شول او څه ناڅه ١٠٠ نور زده کوونکي ټپيان شول ، وغندل.
خلکو د شعارونو په ورکولو سره مهرباني وکړۍ ماشومان مه وژنۍ ، ايا د علم زده کړه جرم دى د شعارونو په لېږدونې سره له مرکزي دولت څخه د خلکو د امنيت د تامينولو غوښتنه وکړه .
مظاهره کوونکو دغه راز د سيد الشهدا د ښوونځي پر زده کوونکو تروريستي بريد بشري ضد جنايت او د هزاره ګانو نسل وژنه وبلله .
د باميانو د ولايتي شورا غړې طيبې رضايي پرزده کوونکوبريد نسل وژنه وبلله او ويې ويل حکومت بايد د دغه شان بريدونوپه وړاندې بې توپيره پاتې نه شي.
مدني فعال عبدل دانشيار د ملګروملتو د سازمان، امريکا، ناتو او د بشر د حقوقو له ټولو بنسټونو وغوښتل چې د هزاره ګانو پرخلاف بشري سازمان موندلې جنايتونو له پامه ونه غورځوي او د افغانستان په حکومت اوتروريستي ډلو د فشار په اچولو سره دغه بهير پاى ته ورسوي.
د دغومظاهرو په پاى کې په شپږو مادو کې يو پريکړه ليک ولوستل شو چې پکې له حکومت څخه غوښتل شوي دي چې دافغانستان د تولوخلکو امنيت تامين کړي .
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته