سیاستخبرونه

د بامیانو د ملي امنیت پخوانی مرستیال خپل هېواد ته راستون شو

 کابل، د چنګاښ ۱۸ مه، باختر

د بامیانو د ملي امنیت پخوانی مرستیال جاوید سیغاني بېرته هېواد ته راستون شو.

د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کميسون په هڅو سره  په تېر حکومت کې د باميانو د ملي امنيت مرستيال جاويد سيغاني خپل هېواد ته راستون شو او د بامیان د والي او امنیتي مسوولینو له خوا یې تود هرکلی وشو.

د باميانو والي د نوموړي د راستنېدو هرکلی و کړ او ډاډ یې ورکړ، چې د دوى امنیت تامین دی او هېڅکوک نه شي کولای دوی ته مزاحمت وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته