خبرونهښوونه او روزنه

د بامیانو د پوهنې ریاست د تشو بستونو د فورمو وېشلو بهیر پیل شو

کابل، د غبرګولي ۲۲مه، باختر

د بامیانو د پوهنې ریاست د ۱۳۵ تشو بستونو د فورمو د وېشلو بهیر پرون د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شو.

د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د پوهنې په تشو بستونو کې د ښوونکو د جذبولو په برخه کې د ازموینې د ملي ادارې له پروګرام څخه هرکلی وکړ او د پوهنې ریاست د تشو بستونو د فورمې د وېشلو بهیر یې د یو شمېرمسوولینو په شتون کې پرانیست.

د باميانو والي د د دغه ولایت خلکو او هغو تحصیل کوونکو ته چې غواړي د ازادې سيالۍ له لارې په دغو بستونو کې جذب شي ډاډ ورکړ چې د دغو بستونو ازموينه به په پوره شفافيت او عدالت ترسره شي او په شرايطو برابر کسان به په دغو بستونو کې وګومارل شي.

له بلې خوا د باميانو د پوهنې رييس مولوي اسلام الدين عثماني په باميانو په ښوونځيو کې د ښوونکو کمښت، او د درسي کتابونو د نشتوالي خبر ورکړ او يادونه يې وکړه چې د باميانو د پوهنې رياست هڅه کوي چې دغه رقابتي بهير په پوره روڼتيا ترسره کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته