خبرونهفرهنګ

د بامیانو لرغونو سیمو د پاکارۍ لپاره کمپاین پیل شو

کابل، د چنګاښ ٣مه، باختر

د بامیانو چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې د لرغونو سیمو د پاکوالي لپاره کمپاین پيل کړی دی.

په دې کمپاین کې د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لسګونه کارکوونکو او صفر ۱۲ قطعې مجاهدینو برخه اخیستې وه.

د راپورونو له مخې، په دې کمپاین کې له صلصال څخه  تر شهمامې بودا او شاو خوا سمڅې  او د غلغلې ښار له کثافاتو پاک شوی دی.

د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي سيف الرحمن محمدي باختر آژانس ته وويل چې دغه اشر د باميانو خلکو ته  دا پيغام ورکوي چې د فرهنګي ميراثونو ساتنه يوازې د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ مسووليت نه بلکې حکومت او اړونده بنسټونه، د باميان ښاريان او سيلانيان د فرهنګي ميراثونو د پاکوالي مسووليت لري.

هغه د باميانوله ښاريانو، سيلانيانو، فرهنګيانو او ځوانانو وغوښتل، چې د باميانو د فرهنګي ميراثونو په پاکولو کې هڅې وکړي او د فرهنګي ميراثونو د پاک ساتلو په لاره کې خپل ملي مسووليت ادا کړي.

هغه د دې اشر موخه د فرهنګ بنسټيز کول او د فرهنګي ميراثونو ساتنه وبلله.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته