سیاستخبرونهټولنه

د بانکي خدماتو له پوښښ څخه بهر سیمو کې د کارکوونکو معاشونه د معتمدينو  له لارې ورکول کېږي

کابل/ د سلواغې ٧ / باختر:

د اسلامي امارت کابینې پریکړه کړې، چې د ځینو دولتي کارکوونکو معاشونه به              له دې وروسته د متعمدينو له لارې ورکول کېږي.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د اسلامي امارت کابینې د مالیې وزارت ته لارښوونه کړې چې د هغو دولتي مامورینو معاشونه او امتیازات چې د بانکي خدمتونو له پوښښ څخه بهر په سیمو کې فعالیت کوي د معتمدينو له لارې په نغدي توګه ورکړي.

د اسلامي امارت کابینې ویلي دي د ځینو لرو پرتو سیمو د کارکوونکو معاشونه چې د بانکي حسابونو له لارې ورکول ممکن نه دي، له همدې امله د دوی معاشونه او امتیازات د معتمدينو له لارې ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې له وروستیو پرمختګونو وروسته په افغانستان کې د بانکي خدمتونو په وړاندې کولو کې يو څه ستونزې رامنځته شوي دي خو د افغانستان مرکزي  بانک وايي چې په هېواد کې د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د عادي کولو په خاطر هڅې روانې دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته