امنیت

دطالبانو په لسګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي په لوګرکې کشف اوترلاسه شول

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٧ :
د وسله والو طالبانو يوسلو نوي کيلوګرامه چاوديدونکي توکي په لوګرولايت کې  دپوځي عملياتو په بهيرکې کشف او ترلاسه شول.
دغه  چاوديدونکي توکي چې دبره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دطالبانو په يوه ډيپوکې ساتل کيدل، پرون د افغان پوځيانو دعملياتو په بهيرکې ترلاسه شول.
دلوګرولايت دپوليسو مسوول عبدالصبور نصرتي باختراژانس ته وويل: وسله والو طالبانو غوښتل چې له دغو چاوديدونکو توکو څخه ځانمرګې واسکټونه او په واټ کې دکارولو لپاره ماينونه جوړکړي .
دلوګرولايت دپوليسودمسوول دڅر گندونوله مخې: دغه چاوديدونکي له پاکستان څخه  افغانستان ته واردشوي و .
ويل کيږي چې دچاوديدونکو توکو د دغې ډيپوله اړوند څوک نه دې نيول شوى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته