فرهنګTOP

د باچا خان د نړيوال سمينار د جوړولو کمېسيون فوق العاده غونډه جوړه شوه

کابل / د غويي ١۹مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ د باچا خان د نړيوال سمينار د جوړولو کمېسيون فوق العاده غونډه نن په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې محمد طاهر زهير لارښوونه وکړه چې علمي کمېټه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکاران عملي پلان وارزوي او د نظر په اجماع سره دې د هغه نیمګړتیاوې بشپړې کړي.
په دې غونډه کې د سمينار د جوړولو د علمي کمېټې رييس محمد زرين انځور د علمي کمېټې د کارونو رپوټ وړاندې کړ او وروسته د کمېسيون غړیو د ۱۰ کتابونو د عنوانونو، د چاپ د ډول، تيراژ او صحافت او د مقالو، د سيمنار د بودجې، د سمينار د جوړولو د وخت او ځاى د مشخصولو، د بهرنيو مېلمونو د رابللو او د فرهنګي، تشريفاتو، مالي او تدارکاتو په کمېټو کې د کمېسيون د غړیو د موظف کولو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې د وخت د ضايع کېدو د مخنيوي په خاطر د سيمنار د جوړولو او د تشريفاتو کمېټې غړي دې له ورځنيو غونډو وروسته د کار پایلې د سه شنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او د کمېسيون د ټولو غړیو په ګډون په يوه ګډه غونډه کې وړاندې کړي.
پاى \ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته