کابل/ د وري١٨ مه / باختر
د بدخشان د مرکز فيض آباد ښار لسګونو اوسېدونکو د سنګ مهر په ډګر کې چې د وزلوبې په ډګر مشهوردى د استسقا لمونځ ادا کړ.
د فيض اباد اوسېدونکي وايي، وچکالۍ په دغه ولايت کې د کروندګرو حاصلاتو ته سخت زيان اړولى دى.
د يادونې وړ ده، چې وچکالۍ په هېواد کې زيات بزګران اندېښمن کړي دي.
\ ذ