خبرونهاقتصادټولنه

د بدخشان د دوو ولسوالیو د توپوګرافي رسمولو چارې بشپړې شوې

 کابل/ غوايي ۱۹ مه/ باختر

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سروې بهیر او د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالیو د توپوګرافي رسمولو چارې بشپړې کړې دي.

د بدخشان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د ټولګټو پروژو د لا ښه تطبیق په موخه په یاد ولایت کې د کران او منجان ولسوالیو د ښار تفصیلي پلانونه ترتیب کړي دي.

دغه وزارت همدارنګه خبر ورکړی دی چې د ټول هېواد په کچه د دولتي او غیر دولتي پروژو د چارو د ښه تطبیق او پرمختګ په موخه د ښارونو او ولسوالیو تفصیلي پلانونو پر جوړولو هم کار روان ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د ښارونو او ولسوالیو لپاره د تفصیلي پراختیايي پلانونو نه شتون هلته د رغنیزو پروژو د تطبیق پر وړاندې یوه غټه ستونزه بلله کېده چې کارونه يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي وو.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته