کابل/ د سلواغې٣٠/ باختر
په ١٣٩٩ مالي کال کې د بدخشان مستوفيت مالياتي عوايد د ماليې وزارت د ورکړ شوي پروګرام په پرتله ٣ر٦سلنه زياتوالى ښيي.
دغه ټکى د بدخشان مستوفي د باختراژانس له خبريال احسان الله براتي سره په خبرو کې بيان کړ او ويې ويل؛ د موسسو ، مخابراتو ، ترانسپورت او د دولت د کارکوونکو د تقاعد د مالياتي عوايدو له مرکزي کېدو سره سره د بدخشان مستوفيت بريالى شوى دى د منظمو او شفافو مالياتي سيستمونو په جوړولو او د اساسي پروګرامونو پرتطبيقولو سره د دغه ولايت عوايد څه د پاسه ٢٤٨ ميليونو افغانيو ته ورسوي چې د ماليې وزارت له خوا د ورکړ شوي پروګرام په نسبت په سلو کې ٣ر٦ زياتوالى ښيي.
د بدخشان مستوفي محمدمقصود اصفيا په دې مرکه کې وويل؛ چې د بدخشان مستوفيت ته په ١٣٩٩ مالي کال کې د ماليې وزارت له خوا دعوايدو د راټولولو له پلوه څه د پاسه ٢٣٣ ميليونه افغانۍ هدف ټاکل شوى و چې دغه اداره بريالى شوې ده ٢٤٨ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي چې د ماليې وزارت د ورکړ شوي هدف په نسبت څه د پاسه ٦سلنه زياتوالى ښيي.
د بدخشان مستوفي وايي د بدخشان په کچه عايداتي سرچينې ډېرې محدودې دي او د کانونو له پلوه چې دغه ولايت د سرو زرو، لاجوردو، بيروجو او د نورو قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو په ګډون تر ځمکې لاندې زياتې زيرمې لري، زيانمن يو چې تراوسه پورې په قانوني ډول نه ايستل کېږي او د بدخشان ډېر ښه عايدات شمېرل کېږي.
خو د کانونو په برخو کې هېڅ راز قرارداد شتون نلري چې موږ وکولاى شو د هېواد د نافذو قوانينو له مخې له هغو څخه ماليه راټوله کړو.
پاى \ ج \ ذ