خبرونهټولنه

د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې د نهو ټولګټو پروژو چارې پيل شوې

 کابل / د غوايي ۲۹ مه / باختر

د کوار موسسې د یونیسف په مالي مرسته د ۹ ټولګټو  پروژو کار چې په کې د اوبو څاه ګانې، احاطوي دیوالونه، د  څښاک اوبو زیرمې او د ښار د کثافاتو پاکول شامل دي، پیل کړ.

د دغو پروژو د تطبيقولو مسوول انجنير ذبيح الله د باختر آژانس خبريال ته وويل چې  دغه  پروژې د څه دپاسه ٣٥ ميليونه افغانيو په لګښت په فيض آباد ښار کې پلي کېږي چې په ۴۵ ورځو کې به یې چارې بشپړې شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د بدخشان مرستيال والي مولوي  نثار احمد احمدي وويل، چې د کار موندنې په برخه کې د پروژو پلي کول  د خلکو لپاره ارزښتناک دي او له  ملي او نړيوالو مرستندویو موسسو څخه یې وغوښتل چې د بدخشان په بېلابېلو برخو کې د خلکو د ژوند د ښه والي  او کار موندلو لپاره خپل فعاليتونه پراخ کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته